سږ كال 12500 افغان كډوال هېواد ته بېرته تللي۔د يو اېن اېچ سي آر استازې

اسلام آباد 11 اکتوبر(اے پي پي)د ګرد هېواد څخه د رجسټرډ افغان كډوالو هېواد ته د بېرته تللو عمل روان دے۔سږ كال تراوسه 12 زره 500 كسان افغانستان ته بېرته تللې ٬بېرته تلوونكو رجسټرډ افغان كډوالو له د يو اېن اېچ سي آر لخوا 200 ډالره د يو كس پھ سر وركړی شوي۔د زيارت په ورځ اے پي پي سره په خرو كښې د يو اېن اېچ سي آر استازي …

اسلام آباد 11 اکتوبر(اے پي پي)د ګرد هېواد څخه د رجسټرډ افغان كډوالو هېواد ته د بېرته تللو عمل روان دے۔سږ كال تراوسه 12 زره 500 كسان افغانستان ته بېرته تللې ٬بېرته تلوونكو رجسټرډ افغان كډوالو له د يو اېن اېچ سي آر لخوا 200 ډالره د يو كس پھ سر وركړی شوي۔د زيارت په ورځ اے پي پي سره په خرو كښې د يو اېن اېچ سي آر استازي قيصر خان ووئيل د پاكستان څخه د رجسټرډ افغان كډوال وتلو لړۍ روانه ده٬د مارچ 2018 څخه تراوسه 12 زره 500 رجسټرډ افغان كډوال بېرته افغانستان ته رسېدلې د كومو كورنيو شمېره چې 3 زره 200 ده۔ده ووئيل هېواد ته تلونكو رجسټرډ افغان كډوالو له يو اېن اېچ سي آر 200 ډالره د يو كس په سر وركوي۔ده ووئيل د پاكستان حكومت په پاكستان كښې رجسټرډ افغان كډوالو د مېشتوالي موده كښې تر جون 2019 پراختيا كړی ده