په كېنيا كښې په ټرافيكي پېښه كښې 42 مسافر مړه شوي دي

نېروبي 10 اکتوبر (اے پي پي) په كېنيا كښې په ټرافيكي پېښه كښې 42 مسافر مړه شوي دي۔ د نړيوالې مېډيا له مخې د ټرافېك پوليسو وئيلي دي چې په پېښه كښې د مړو كسانو د شمېر زياتېدو اندېښنه ده۔ د پوليسو يو چارواكي كېروچيو د پېښې په ځائ كښې خبريالانو سره په خبرو كښې ووئيل چې په پېښه كښې 40 مسافر په ټكي مړه شوي دي او اوس اطلاع …

نېروبي 10 اکتوبر (اے پي پي) په كېنيا كښې په ټرافيكي پېښه كښې 42 مسافر مړه شوي دي۔ د نړيوالې مېډيا له مخې د ټرافېك پوليسو وئيلي دي چې په پېښه كښې د مړو كسانو د شمېر زياتېدو اندېښنه ده۔ د پوليسو يو چارواكي كېروچيو د پېښې په ځائ كښې خبريالانو سره په خبرو كښې ووئيل چې په پېښه كښې 40 مسافر په ټكي مړه شوي دي او اوس اطلاع دا ده چې د مړو كسانو شمېره 42 ته رسېدلې۔ د پېښې په اړه نور معلومات نه دي ترلاسه شوي۔ د سركاري شمېرو له مخې په كېنيا كښې هر كال په ټرافيكي پېښو كښې 3000 خلق خپل ژوند د لاسه وركوي۔