د سوئيلي كوريا اولس مشر د شمالي كوريا مشر د چين او روسيې مشرانو سره ملاقات لپاره هيله مند دے

سېؤل 08 اکتوبر (اے پي پي) د سوئيلي كوريا اولس مشر مون جے وئيلي دي جزيره نما قطبي كوريا تاٶ تريخوالې كمولو لپاره به د سفارتي هلو ځلو په لړ كښې د شمالي كوريا مشر كم جون آن او د چين او روسيې مشرانو سره ډېر زر ملاقات وكړي۔ د سوئيلي كوريا د مشر بيان په داسې وخت كښې رامخې ته شوې كله چې كم جون آن د امريكې خارجه وزير سره ملاقات كښې ډونلډپرمټ سره د مشرانو دوېم ملاقات لپاره د رضا مندۍ څرګنده كړې۔ مون جے د كابينې په غونډه كښې وئيلي دې كم جون آن ټرمپ سره د مشرانو د غونډې نه علاوه به د روسيې دوره كوي او په دې مهال به شي جن پنګ به هم د روسيې دوره كوي چرته چې د ملاقات هيله ده ۔ ده ووئيل د كم جون آن د جاپان وزيراعظم سره هم د ملاقات امكان دے ۔ ده ووئيل په دې ملاقاتونو كښې د جزيره نما كوريا صورتحال پحقله د نوې نظام تخليق كولو امكان دے۔