بنګله دېش ٬ د سعودي سفارتكار وژونكي ته اورولې شوې د مرګ سزا توثيق كړې شوه

ډھاکه ۔ 8 اکتوبر (اے پی پی) د بنګله دېش اعلیٰ عدالت د سعودی سفارتکار خلف العلی وژونكي ته وركړې شوې د مرګ سزا توثيق كړې ده۔ د بنګله دېشي عدالت ستر قاضي سيد محمود حسېن په مشرۍ كښې عدالتي بنچ د سېف الاسلام مامون د مرګ سزا توثيق كړه۔ سېف الاسلام دا مهال زندان كښې دې۔ بلخوا مامون د رحم اپيل لپاره اولس مشر ته خواست هم كولې شي