د المان د روغتيا وزير د امريكې د قامي سلامتيا سلاحكار سره ناڅاپي ملاقات

واشنګټن 02 اکتوبر (اے پي پي) د المان د روغتيا وزير ړېنس شپاهن په سپينه ماڼۍ كښې د امريكې د قامي سلامتيا سلاحكار جان بولټن سره ناڅاپي ملاقات كړې چې پكښې د حياتياتي ترهګرۍ په موضوع خبرې اترې شوې دي۔ د نړيوالې خبر رسنې ادارې له مخې د ملاقات پرېكړه د وړاندې نه نه وه شوې خو په ناڅاپي ملاقات كښې دواړو مشرانو د ترهګرۍ لپاره د حياتياتي وسلې كارولو د اندېښنو په سرخط تفصيلي خبرې اترې شوې دي۔ شپاهن د ملاقات نه پس سوئيلي دي چې دواړه هېوادونه په يو دا ډول بحراني صورتحال كښې زيات په تندۍ سره غبرګون لپاره د نورې شريكې لائحې لپاره سلا كړې ده۔ د يادونې وړ ده چې سږ كال جون كښې د المان په كولون ښار كښې د تيونس يو وګړې نيولې شوې ٶ چا چې زهرجن حياتياتي مادې جوړولې او ترهګر نتظيم داعش سره هم ئې رابطې وې