
ملګري ملتونه ۔ 25 ستمبر (اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوټرس د ايران اهواز ښار كښې په پوځي پرېډ د ترسره شوي ترهګر بريد په سختو ټكو غندنه كړې ده۔ تېره ورځ ملګرو ملتونو يو بيان كښې په بريد كښې په ځاني زيان د افسوس څرګندونه كولو سره د وژلې شوو كسانو كورنيو او د ايران حكومت او ايراني اولس سره غمرازي او پېښه كښې د ژوبل شوو زر روغتيا له دعا كړې ده