په هند كښې د برېښنا ستنې سره د جيپ ټكر كېدو په پېښه كښې 4 كسان مړه شوي

نوې ډيلې 25 ستمبر (اے پي پي) د هند د اترپردېش ايالت په ګوركهپور ولسوالې كښې د برېښنا ستنې سره د جيپ ټكر كېدو په پېښه كښې 4 كسان مړه او 5 ژوبل شوي دي۔ د هند خبر رسنې ادارې له مخې دا پېښه هغه مهال رامېنځ ته شوه كله چې تند رفتاره جيپ موټر سائيكل وهلو او لاړ د برېښنا ستنې سره ټكر شو۔ د چارواكو له مخې په دې پېښه كښې 4 كسان مړه او پنځه ژوبل شوي دي كوم چې روغتون ته رسول شوي دي۔ په ژوبل شويو كسانو كښې د دوو كسانو حالت اندېښمن ښودل شوے