نيويارك 25 ستمبر (اے پي پي) د تعليم او د وظيفه اي تربيې وزير شفقت محمود وئيلي دي چې د قومونو پرمختګ لپاره په نړيواله كچه تعليم لپاره د فنډ زياتولو ضرورت دے٬ ماشومان سكولونو ته راوستل د پاكستاني حكومت او د وزيراعظم عمران خان وړومبې ترجيح ده۔ ده دا خبرې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د 73مې غونډې په موقع د برتانيې پخواني وزيراعظم ګورډن براؤن لخوا جوړ شوي نړيوال كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ كنفرنس ته د بنګله دېش وزيراعظمې شېخ حسينه واجد٬ د ملاوي اولس مشر آرتهر پېټر موتهاريكا٬ د نړيوال بانك صدر جم يونج كنګ او د ملګرو ملتونو ډپټي سېكرټري جنرل امينه محمود هم وېنا وكړه۔ شفقت محمود ووئيل چې ماشومان سكولونو ته راوستل د پاكستاني حكومت او د وزيراعظم عمران خان وړومبې ترجيح ده۔ په دې لړ كښې د فنډونو د اضافې د لارې به هر ډول ممكنه هڅې كولې شي خو پاكستان به د نړيوا پرمختيائي شراكتدار د شرك هركلې وكړي۔ ده ووئيل چې بايد د هېواد نظام په كار راوستلو سره آن بجټ فنانسنګ وشي چې دغسې دا خبره باوري كړې شي چې تعليمي چارو لپاره د فنانسنګ لار بند نه شي۔ د دې نه پس د تعليم وزير شفقت محمود د اردن د منصوبه بندې او نړيوالې مرستې وزيرې ډاكټر مېري كامل كوار او د كاناډا د امېګرېشن او كډوالو وزير احمد حسن سره هم ملاقاتونه وكړل۔ يو چارواكي وئيلي دي چې د دې كنفرنس په نتيجه كښې به پاكستان لپاره خپلو تعليمي اهداف ترلاسه كولو لپاره زياته نړيواله مرسته په لاس ورشي ځكه چې تعليم سباؤن لپاره يوه سرمايه كاري ده