د پاكستان او چين اقتصادي لار د شريكې رابطې لوي مثال دے٬ د اي سي او غړو هېوادونو ترمېنځه د ورورولې اړيكو د لارې د سيمه رابطې پروژې لا قوي كېدې شي٬ د استنبول- تهران- استنبول راهداري او پاكستان- اېران- تركمانستان د رېل رابطې هم فعاله كولې شي۔ د خارجه وزير شاه محمود قريشي د اي سي او 25مې غېر رسمي وزارتي غونډې ته وېنا

ملګري ملتونه 25 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې د پاكستان او چين اقتصادي لار د شريكې رابطې لوي مثال دے٬ د اي سي او غړو هېوادونو ترمېنځه د ورورولې اړيكو د لارې د سيمه رابطې پروژې لا قوي كېدې شي٬ د استنبول- تهران- استنبول راهداري او پاكستان- اېران- تركمانستان د رېل رابطې هم فعاله كولې شي۔ ده دا خبرې د اي سي او …

ملګري ملتونه 25 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې د پاكستان او چين اقتصادي لار د شريكې رابطې لوي مثال دے٬ د اي سي او غړو هېوادونو ترمېنځه د ورورولې اړيكو د لارې د سيمه رابطې پروژې لا قوي كېدې شي٬ د استنبول- تهران- استنبول راهداري او پاكستان- اېران- تركمانستان د رېل رابطې هم فعاله كولې شي۔ ده دا خبرې د اي سي او 25مې غېر رسمي وزارتي غونډې ته د وېنا كولو په مهال وكړې كومه چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د 73مې غونډې په موقع وشوه۔ خارجه وزير د پاكستان او چين اقتصادي لار د شريكې رابطې لوي مثال وګرځولو۔ په كال 2017م كښې په اسلام آباد كښې د اي سي او د مشرانو د غونډې حواله وركولو سره خارجه وزير د توان روابطو لپاره د پاكستان ترجيح په ډاګه كړو۔ د اي سي او په منطقه كښې په ځينې هېوادونو كښې د توان كمې دے او په ځينې هېوادونو كښې زيات توان موجود دے نو ځكه د توان پروژې پېل كولو ډېر ضرورت دے۔ خارجه وزير په دې لړ كښې د كاسا 1000 او د تاپي ذكر وكړو په كومو كښې چې پاكستان د وړاندې نه ګډون كړے۔ شاه محمود قريشي ووئيل چې د راهدارې په لوظنامو كښې مرستې لپاره پاكستان خپل رېل او بنيادي وانې ښې كوي چې دغسې ګاونډيانو سره د مصنوعاتو په وړلو راوړلو كښې اساني وي۔ خارجه وزير د اي سي او په تجارتي لوظنامه د نظرثاني ملاتړ هم وكړو د كومې مقصد چې د اي سي او په منطقه كښې آزاد تجارت ته وده وركول دي۔ ده د اي سي او ټرانزټ ټرېډ فرېم ورك د لوظنامې قوي كولو ملاتړ وكړو چې ورسره به په منطقه كښې د شمال او جنوب٬ اروپا او اسيا ترمېنځه روابط مضبوط شي

مزید خبریں