ټوکیو 21 ستمبر(اے پی پی) د جاپان او امریکې ترمينځه به ګل په ورځ په نيو يارك كښې د خبرو اترو دويم دور پيل كېږي۔ د جاپان خارجه وزير توشی متسو موتیګی د کابینې غونډې نه پس ووئيل د خبرو اترو پھ وړومبي دور كښې په ځينو چارو د پیشرفت په بنیاد مونږ دا هيله لرو چې د دې غونډې نتيجې به د دواړه هېوادونو لپاره ښې وي۔ دا خبره دې ياده وي چې اګست میاشت كښې د متسو موتیګی او امریکې تجارتی نمائنده رابرټ لائټ تھا ئزر ترمينځه د خبرو اترو وړومبي دور نه پس دا خبرې اترې زياتې مهمې ګڼلې كېږي۔