نیویارك 20 ستمبر(اے پی پی) ملګرو ملتونو د شخړو ښكار هېوادونو كښې ماشومان د سكولونو څخه په غیر حاضر پاتې كيدو د تشویش څرګندونه كړی۔ د نړآوالې ادارې له مخې ځپلې شويو هېوادونو كښې د 5 نه تر 17 كاله هر دريم ماشوم سكول ته نه ځي۔ یونېسیف راپور كښې وئيلي شوې چې دې صورتحال څخه د نړۍ 104 ملیونه ماشومان ځپلې كېږي۔د ملګرو ملتونو ادارې یونېسیف له مخې په دې لړ كښې تر ټولو زيات خراب حالت د نائجر، مينځنۍ افریقې ، جنوبی سوډان او اریټیریا دې او په دغې هېوادونو كښې ماشومان د تعلیم څخه لرې پاتې كيدو تر ټولو لويه وجه غريبي ده۔