اسلام آباد هائيكورټ د پخواني وزيراعظم نواز شريف ٬ مريم نواز او كېپټن (ر) محمد صفدر د احتساب عدالت لخو ايون فيلډ رېفرنس كښې اورولې شوې سزا معطل كړ

اسلام آباد ۔ 19ستمبر (اے پی پی) اسلام آباد هائیکورټ د پخواني وزيراعظم نواز شريف ٬ د هغه د لور مريم نواز او د قامي اسمبلۍ پخواني غړي كېپټن (ر) محمد صفدر ته د احتساب عدالت لخوا په اېون رېفرنس فيلډ كښې وركړې شوې سزا معطل كولو سره په ضمانت د خوشې كولو حكم اورلې دے۔ د شورؤ په ورځ د عدالت عاليه جسټس اطهر من الله او جسټس مياں …

اسلام آباد ۔ 19ستمبر (اے پی پی) اسلام آباد هائیکورټ د پخواني وزيراعظم نواز شريف ٬ د هغه د لور مريم نواز او د قامي اسمبلۍ پخواني غړي كېپټن (ر) محمد صفدر ته د احتساب عدالت لخوا په اېون رېفرنس فيلډ كښې وركړې شوې سزا معطل كولو سره په ضمانت د خوشې كولو حكم اورلې دے۔ د شورؤ په ورځ د عدالت عاليه جسټس اطهر من الله او جسټس مياں ګل حسن اورنګزېب دوه كسيزه بېنچ د سزا معطلۍ لپاره د دائر كړې درخواست اورېدنه وكړه۔ د اورېدنې په مهال پراسیکیوټر نېب اکرم قرېشی خپل دلائل مكمل كړل نو د محمد نواز شريف وكيل خواجه حارث مختصر جوابي دلائل وركړل۔ دې څخه وروستو پرېكړه محفوظ كړې شوه۔ لږه شېبه وروستو جسټس اطهر من الله محفوظ شوې پرېكړه اورولو سره د محمد نواز شريف ٬ مريم نواز او كېپټن (ر) محمد صفدر سزاګانې معطل كړې او د هغوي د خوشې كولو حكم ئې جاري كړو۔ عدالت مختصره ليكلې پرېكړه جاري كړې كومه كښې چې وئيلې شوې د سزا معطلۍ په اړه د درخواست كوؤنكو اپيلونه منظورولې شي۔ په اپيلونو د حتمي پرېكړې تر راتللو به د احتساب عدالت سزاګانې معطل وي او د دې وجوهات به وروستو په تفصيلي پرېكړې كښې ښودلې شي ۔ تحريري پرېكړه كښې وئيلي شوي محمد نواز شريف ٬ مريم نواز او كېپټن (ر) محمد صفدر دې د 5 ٬ 5 لكهو روپو ضمانتي مچلكې جمع كړي۔ د درخواست كوؤنكو په درخواستونو به تفصيلي پرېكړه جاري كړې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د اسلام آباد احتساب عدالت جج محمد بشير د جولائي په 6 مه نېټه ايون فيلډ رېفرنس كښې محمد نواز شريف ته د 10 كالو زندان او جرمانې ٬ مريم نواز ته د 7 كالو زندان او جرمانې او كېپټن (ر) محمد صفدر ته د يو كال زندان سزا اورولې وه۔ د نېب پراسېكيوټر دلائل بشپړ كېدو نه ورستو خواجه حارث مختصر جوابي دلائل وركړل۔ دې نه وروستو عدالت د سزا معطل كولو په خواستونو پرېكړه محفوظ كړه او درې بجې ئې واروله۔ دا خبره دې ښكاره وي چې پخوانې وزيراعظم محمد نواز شريف او د هغه لور مريم نواز په 13 جولائي لندن نه پاكستان ته په بېرته راستانېدو ګرفتاري وركړې وه۔ وروستو درې واړو د سزاګانو په ضد د جولائي په 16 مه نېټه اسلام آباد هائي كورټ كښې درخواستونه جمع كړې و

مزید خبریں