پېښور 18 ستمبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي د جمعې په ورځ د كوهاټ په پخواني پوليس لائنز كښې د چاٶدنې غندنه وكړه ٬ د ګورنر هاٶس وياند له مخې ګورنر ووئيل د ترهګرو بزدلانه کارروائيو څخه د قام عزم او حوصلې نشي متزلزل كېدې۔ ده ژوبل شوو ته د غوره طبي سهولتونو وركولو امر سره د دوي زر روغتيا لپاره دعا هم وكړه۔ ده ووئيل …
د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د كوهاټ چاٶدنې غندنه وكړه
پېښور 18 ستمبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي د جمعې په ورځ د كوهاټ په پخواني پوليس لائنز كښې د چاٶدنې غندنه وكړه ٬ د ګورنر هاٶس وياند له مخې ګورنر ووئيل د ترهګرو بزدلانه کارروائيو څخه د قام عزم او حوصلې نشي متزلزل كېدې۔ ده ژوبل شوو ته د غوره طبي سهولتونو وركولو امر سره د دوي زر روغتيا لپاره دعا هم وكړه۔ ده ووئيل د ترهګرۍ تر خاتمې ټول قام خپلو امنيتي ځواكونو سره ولاړ دے۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د امنيتي ځواكونو او اولس قربانۍ به عبث نه ځي










