پېښور 18 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا انسپکټر جنرل آف پوليس (آئي جي پي) ذوالفقار حميد په کوهاټ پوليس لائنز جومات كښې د چاٶدنې نوټس اغستو سره د كوهاټ ريجنل پوليس آفيسر څخه د پېښې رپورټ غوښتے دے ۔ د پوليس وياند له مخې پخواني پوليس لائنز سره د بارود نه ډك ګاډې ټكر كړے شوے خو د چاٶدنې د حتمي نوعيت تعين لا روان دے۔ وياند له …
د خېبر پښتونخوا آئي جي پي د کوهاټ پوليس لائنز چاٶدنې رپورټ وغوښتلو
پېښور 18 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا انسپکټر جنرل آف پوليس (آئي جي پي) ذوالفقار حميد په کوهاټ پوليس لائنز جومات كښې د چاٶدنې نوټس اغستو سره د كوهاټ ريجنل پوليس آفيسر څخه د پېښې رپورټ غوښتے دے ۔ د پوليس وياند له مخې پخواني پوليس لائنز سره د بارود نه ډك ګاډې ټكر كړے شوے خو د چاٶدنې د حتمي نوعيت تعين لا روان دے۔ وياند له مخې د چاٶدنې نه پس ترهګرو سره د ډزو تبادله هم روانه ده٬ دغسې آئي جي پي ژوبل شوو ته په وخت د ښو طبي سهولتونو وركولو امر وكړو ۔ آئي جي پي ووئيل صوبائي پوليس د ترهګرو په ضد د بنيان مرصوص په څېر ولار دي او دا ډول بزدلانه بريدونه د پوليس حوصلې نشي ماتولې٬ د شهيدانو وينه به عبث نه شي٬ ترهګر او دوي سهولت كارو ته به د عبرت وړ سزا وركولې شي










