کوهاټ٬ پخواني پوليس لائنز سره نزدې چاٶدنه٬ يو شمېر كسان ژوبل

پېښور 18 ستمبر (اے پي پي) د کوهاټ پخواني پوليس لائنز زره نزدې د چاٶدنې په نتيجه كښې يو شمېر كسان ژوبل شول ٬ پوليس چارواكو خپل ابتدائي رپورټ كښې وئيلي دي د چاٶدنې نه وورستو ژوبل شوي كسان ډي اېچ كيو روغتون ته منتقل كولې شي ٬ د پوليس چارواكو له مخې د چاٶدنې د ځائے تعين روان دے ۔ د رېسكيو 1122 له مخې تر اوسه د 20 …

پېښور 18 ستمبر (اے پي پي) د کوهاټ پخواني پوليس لائنز زره نزدې د چاٶدنې په نتيجه كښې يو شمېر كسان ژوبل شول ٬ پوليس چارواكو خپل ابتدائي رپورټ كښې وئيلي دي د چاٶدنې نه وورستو ژوبل شوي كسان ډي اېچ كيو روغتون ته منتقل كولې شي ٬ د پوليس چارواكو له مخې د چاٶدنې د ځائے تعين روان دے ۔ د رېسكيو 1122 له مخې تر اوسه د 20 نه زيات ژوبل شوي كسان نزدې روغتون ته منتقل كړې شوي دي چې پكښې د يو شمېر كسانو حالت اندېښمن ښودلے كېږي٬ د چاٶدنې د نوعيت او د شوي مالي او ځاني زيان په اړه نور تفصيلات تر اوسه نه دي رامخې ته شوي ٬ د پوليس لخوا د پېښې تحقيقات روان دي