وزيراعليٰ محمد سهيل افريدي د کوهاټ چاٶدنې غندنې كولو سره رپورټ وغوښَتلو

پېښور 18 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ محمد سهېل آفريدي د کوهاټ پخواني پوليس لائن كښې د چاٶدنې غندنهې كولو سره د پېښې نوټس اخستو سره پوليس چارواكو څخه تفصيلي رپورټ غوںښتے دے۔ وزيراعليٰ ووئيل  د ترهګرۍ دا بزدلانه پېښه د افسوس او نه قبلېدو وړ ده ٬ بې ګناه وګري په نخښه كول د غندنې وړ اقدام دے۔ ده امر وكړو چې په پېښه كښې ژوبل …

پېښور 18 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ محمد سهېل آفريدي د کوهاټ پخواني پوليس لائن كښې د چاٶدنې غندنهې كولو سره د پېښې نوټس اخستو سره پوليس چارواكو څخه تفصيلي رپورټ غوںښتے دے۔ وزيراعليٰ ووئيل  د ترهګرۍ دا بزدلانه پېښه د افسوس او نه قبلېدو وړ ده ٬ بې ګناه وګري په نخښه كول د غندنې وړ اقدام دے۔ ده امر وكړو چې په پېښه كښې ژوبل شوو ته دې طبي وسائل وركولو لپاره ټوې تر لاسه آسانۍ وكارولې شي۔ ده په روغتونو كښې  د ژوبل شوو لپاره د ضروري طبي سهولتونو باوري كولو او  د سخت ژوبل شوو نورو روغتونونو ته د منتقل كولو د انتظامات  امر هم وكړو۔ وزيراعليٰ اړوند چارواكو ته د پېښې د ټولو اړخونو تفصيلي رپورټ وړاندې كولو امر كولو سره ووئيل د ترهګرۍ بزدلانه کارروائيو څخه د قام حوصلې نشي  ماتېدلې