قومي لوبډله به په نړيوال ټېن پن باؤلنګ ټورنامنټ كښې ګډون كوي

اسلام آباد 13 ستمبر (اے پي پي) قومي لوبډله به په نړيوال ټېن پن باؤلنګ ټورنامنټ كښې ګډون كوي۔ د پاكستان ټېن پن باؤلنګ فېډرېشن اعجاز الرحمان له مخې نړيوال ټېن پن باؤلنګ ټورنامنټ به د ستمبر په 22مه نېټه په هانګ كانګ كښې پېل كېږي كومه به چې د ستمبر تر 28مه نېټه دوام ولري۔ په دې ټورنامنټ كښې به د ټولې نړۍ څخه لوبغاړي برخه اخلي۔ په دې ايونټ كښې به 6 كسيزه قومي لوبډله برخه اخلي چې پكښې اعجازالرحمان٬ علي سوريا٬ سكندر حيات٬ ثاقب شهزاد ٬ افضل اختر او عليم آغا شامل دي۔ ده ووئيل چې قومي لوبډله به د ستمبر په 20مه نېټه هانګ كانګ ته ځي۔