قاهرہ ۔ 9ستمبر (اے پی پی) د مصر يو عدالت كال 2013 ء كښې په يوه دھرنا كښې په ګډون كولو د يو شمېر مذهبي لارښودو په شمول 75 وګړو ته د مرګ سزا اورولې ده۔ په دھرنا كښې شريك 6 سوه نروو كسانو ته د زندان سزا اورولې شوې ده۔ په دې دھرنا كښې د امنيتي ځواكونو دلاسه د سوؤنو په شمېر مظاهرچيان وژلې شوي وو۔ په دې كسانو د قاهره په رابعه العدويه اسكوائر كښې د يوې دھرنې په مهال د وژنې او تشدد تورونه لګولې شوي وو۔ د مصري حكومت وېنا ده چې په دغه دھرنا كښې زياتره مظاهرچيانو سره وسله وه او د تشدد په نښتو كښې د امنيتي ځواكونو 800 اهلكار وژلې شوي وو۔ بلخوا د بشري حقونو تنظيمونو وېنا ده چې كال 2011ﺀ كښې مصر كښې د تاريخي بغاوت په نتيجه كښې په شوې دې دھرنا كښې 800 مظاهرچيان وژلې شوي وو