سېؤل 08 ستمبر (اے پي پي) د شمالي كوريا او د سوئيلي كوريا د مشرانو غونډه به د ستمبر په 18مه نېټه په پيانګ يانګ كښې پېل كېږي۔ د خبر له مخې د سوئيلي كوريا اولس مشر مون جے ان به د شمالي كوريا مشر كم جونګ ان سره د شمالي كوريا په پلازمينه پيانګ يانګ كښې ملاقات كوي۔ د سوئيلي كوريا د قومي سلامتيا د دفتر مشر وئيلي دي چې د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمېنځه غونډه به د ستمبر په 18مه نېټه په پيانګ يانګ كښې پېل كېږي كومه به چې درې ورځې دوام ولري۔