د افغان اولس مشر محرم كښې د زائرينو د امنيت ټينګولو هدايت

کابل ۔ 8 ستمبر (اے پی پی) د افغانستان اولس مشر محمد اشرف غني د محرم مياشت كښې د رسول علېه السلام د نمسي حضرت امام حسېن (رض) عزادارانو ته د تحفظ وركولو هدايت كړې۔ اشرف غني په ايوان صدر كښې افغان دفاعي او امنيتي چارواكو سره خپلو خبرو كښې ووئيل د عزا ورځو په مهال دې د حسېني عزادارانو د امنيت بشپړ بندوبست وكړې شي۔ افغان اولس مشر ووئيل د محرم الحرم راتلو مناسبت سره دې د پلازمينې كابل په شمول د افغانستان په بېلو ښارونو كښې امنيت ټينګولو او زياتولو له ګامونه پورته كړې شي