اقوام متحدہ ۔ 7ستمبر (اے پی پی) افغانستان كښې د روان كال په مهال په وسله والو پېښو كښې 2 لكهه وګړي بې كوره شوي دي۔ ملګرو ملتونو خپل راپور كښې انكشاف كړې چې افغانستان كښې د روان كال په مهال د وسله والو پېښو په نتيجه كښې 2 لكه څخه زيات وګړي بې كوره شوي دي۔ د نړيوالې ميډيا ترمخه بشري چارو لپاره د ملګرو ملتونو د كوارډينېشن دفتر راپور كښې وئيلي شوي چې روان كال كښې د جنورۍ اولنۍ نېټې څخه د ستمبر تر 2 مې نېټې 2 لكه 6 زره افغان وګړي د خپلو كورونو په پرېښودو مجبور شوي دي۔ دا شمېره د يوې مياشتې وړاندې رامخې ته شويو شمېرو په مقابله كښې 44 زره زياته ده۔ په دوئي كښې 30 زره هغه افغان وګړي هم شامل دي كوم چې په غزني صوبه كښې د اګست په منځومانو ورځو كښې د شوي جنګ په سبب په عارضي توګه بې كوره شوې وو