د سائيكلنګ قومي لوبډله به په نړيوال روډ سائيكلنګ چېمپئن شپ كښې ګډون كولو لپاره د ستمبر په 18مه نېټه آسټريا ته روانېږي

اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) د سائيكلنګ قومي لوبډله به په نړيوال روډ سائيكلنګ چېمپئن شپ كښې ګډون كولو لپاره د ستمبر په 18مه نېټه آسټريا ته روانېږي۔ په دې ايونټ كښې ګډون كولو لپاره به د دوه كسيزه حتمي لوبډلې اعلان د راتلونكې اونۍ په آخر كښې وشي۔ د پاكستان سائيكلنګ فېډرېشن سېكتر سيد اظهر علي شاه له مخې فېډرېشن ايونټ لپاره په وړومبي پړاؤ كښې څلور لوبغاري شارټ لسټ كړي دي خو د دوه كسيزه حتمي لوبډلې اعلان به د ستمبر په 16مه نېټه وكړې شي۔ ده ووئيل چې د ايونټ د تيارې په لړ كښې د تربيې كمېپ په اسلام آباد كښې روان دے۔ په كېمپ كښې څلور لوبغاړي عزت الله٬ ارسلان انجم٬ نجيب الله او حمزه الله شامل دي۔ نړيوال روډ سائيكلنګ چېمپئن شپ د روانې مياشتې د 20مې نېټې نه تر 30مه نېټه په آسټريا كښې كېږي۔