پېرس 31 اګست (اے پي پي) د فرانسوي ادارې لخوا په جاري شوي يو سروے راپور كښې وئيلي شوي دي چې د كال 1995م نه تر كال 2015م په افريقا كښې په جګړو٬ لوږه او ناروغيو كښې 50 لكه ماشومان مړه شوي دي۔ په طبي مجله لانټسټ په خپور شوې دې تحقيق كښې وئيلي شوي دي چې په افريقا كښې په مجموعي توګه تر اوسه 15 زره 441 شخړې ريكارډ كړې شوې دي چې په نتيجه كښې ئې يو مليون ماشومان پېدا كېدو سره وژل شوي دي۔ په 50 لكه مړو شويو ماشومانو كښې 30 ماشومان داسې هم شامل دي د كومو عمرونه چې يوه مياشت يا د دې نه هم كم و۔ څېړنكارانو وئيلي دي چې په دې منطقه كښې چې څومره نښتې كېږي٬ د نړۍ په بله كومه منطقه كښې دومره نه كېږي۔