رياض 21 اګست (اے پی پی) د سعودي عرب پشمول په انډونېزيا٬ مالېزيا٬ متحده عرب اماراتو٬ خليجي هېوادونو٬ زياتره اروپائي هېوادونو او د ا مريكې په يو شمېر ايالتونو كښې لوي اختر په مذهبي عقيدت او احترام سره لمانځل كېږي۔ په سعودي كښې د لوي اختر لوي اجتماعات په خانه كعبه او مسجد نبوي كښې وشول چرته چې د حاجيانو پشمول د لكونو په شمېر خلقو د اختر لمونځ ادا كړو۔ خلقو په دې موقع په د رسول په روضه مباركه حاضري وكړه۔ دغسې په خانه كعبه كښې د لمونځ ادا كولو نه پس خلق د كعبې طواف او سعي كولو سره قرباني كوي۔ د مكې ګورنر شاهزاده خالد الفېصل او نائب ګورنر شاهزاده عبدالله بن بندر رمي وكړه او دواړو طواف هم وكړو۔ دوي په دې موقع د حج د انتظاماتو جاج هم واخستو۔ د اختر د لمونځ نه پس خلقو يو بل ته مباركي وركړه۔ دغسې په انډونېزيا٬ مالېزيا٬ متحده عرب اماراتو٬ خليجي هېوادونو٬ زياتره اروپائي هېوادونو او د ا مريكې په يو شمېر ايالتونو كښې لوي اختر په مذهبي عقيدت او احترام سره لمانځل كېږي۔