جکارته ۔ 20 اګست (اے پی پی) د انډونيشيا په لومبوك او سمباوا جزيرو كښې د زلزلې سختو جړقونو په نتيجه كښې نور 13 كسان مړه شوي دي۔ د المان خبر رسنې ادارې ترمخه د اتوار او ګل مينځنۍ شپه كښې په لومبوك جزيره كښې يو وارې بيا د 6.9 شدت زلزله راغله۔ په لومبوك او سمباوا كښې زياتره كسان د ودانيو رانسكورېدو په نتيجه كښې مړه شوي دي۔ انډوينيشيا كښې په آفتونو د قابو موندونكې ادارې راپور ترمخه په دې جزيرو كښې 18 سوه څخه زيات كورونه هم ويجاړ شوي دي۔ د زلزلې پرله پسې جړقونو څخه وروستو د دواړو جزيرو اولس ويرې اخستې دې