په انډونېزيا كښې د زلزلې په نتيجه كښې د مړو كسانو شمېره د څلور سوو نه زياته شوه

جكارته 14 اګست (اے پي پي) د انډونېزيا په لومبوك جزيره ﴿ټاپو﴾ كښې د زلزلې په نتيجه كښې د مړو كسانو شمېره د څلور سوو نه زياته شوه۔ ځائي چارواكو وئيلي دي چې د تباه شويو ودانيو د مبلې څخه نور مړي هم ترلاسه شوي دي۔ د المانې مېډيا له مخې د روانې مياشتې په پنځمه نېټه په دې سيمه كښې د 6.9 شدت زلزلې تباهي خپره كړې۔ مرستندويه ډلې لا هم په ځپليو سيمه كښې د مرستې په چارو بوخت دي۔ په زلزله كښې د مړو كسانو شمېره 436 ته رسېدلې او 13 سوه كسان ژوبل شوي هم دي۔