سرينګر 12 اګست (اے پي پي) په مقبوضه كشمير كښې په سرينګر كښې په بريد كښې د هندي پوليسو يو اهلكار مړه او څلور ژوبل شوي دي۔ د كشمير مېډيا سروس له مخې د سرينګر په بټه مالو سيمه كښې په هندي پوليسو هغه مهال بريد وشو كله چې دوي د لټون او محاصرې په عملياتو كښې بوخت وو۔ بريد كوونكي په تښته كښې بريالي شوي دي او هندي ځواكونو سيمه محاصره كړې۔ له بلې خوا په سرينګر كښې موبائل فون او انټرنېټ سروس معطل كړے شوے۔