رياض 11 اګست (اے پي پي) عرب اتحاد په يمن كښې په بس په شوي بريد كښې د ځاني زيان پلټنې پېل كړې دي۔ د نړيواله مېډيا له مخې په دې بريد كښې 29 يمني ماشومان مړه او 50 كسان ژوبل شوي وو۔ د العربيه ټي وي له مخې د عرب اتحاد ذريعو وئيلي دي چې عرب اتحاد د پېښې د پلټنو كولو پرېكړه كړې او په دې لړ كښې ئې يوه تحقيقاتي ډله جوړه كړې۔