نيويارك 10 اګست (اے پي پي) ملګرو ملتونو د فلسطين په غزه سيمه د اسرائيلي پوځ د تازه وحشيانه بمبارې سخته غندنه كولو سره اسرائيل ته خبردارې وركړے چې په غزه پرله پسې د فضائي او زمكي بريدونو په نتيجه كښې د امن او امان صورتحال خطرناك حد ته رسېدې شي۔ د فلسطين د اطلاعاتو مركز له مخې مېنځني ختيز لپاره د ملګرو ملتونو استازي نكولائي ميلادينوف په نيويارك كښې په يو بيان كښې وئيلي دي چې د غزه په پوله د اسرائيل د جنګي الوتكو د بمبارې به خطرناكې نتيجې راوځي او د وړاندې خراب صورتحال به لا خراب شي