د هندي ځواك د لاسه په شوپياں ضلع كښې 5 كشميري زلمي شهيد شوي ٬ د درې ورځو په مهال د شهيد شويو شمېره 9 شوې۔ 20 كسان ژوبل

سرینګر۔4 اګست (اے پی پی) په مقبوضه کشمیر كښې د هندي عسكرو د رياستي ترهګرۍ تازه كارروايو په مهال په شوپياں ضلع كښې 5 كشميري ځوانان شهيد شوي دي۔ د كشمير ميډيا سروس ترمخه عسكرو دا ځوانان د محاصرې او لټون كارروايو په مهال شهيد كړي۔ د آخري اطلاع تر رارسېدو سيمه كښې عمليات روان وو۔ ددې ځوانانو شهادت سره د تېرو ورځو په مهال د شهيد شويو ځوانانو شمېره …

سرینګر۔4 اګست (اے پی پی) په مقبوضه کشمیر كښې د هندي عسكرو د رياستي ترهګرۍ تازه كارروايو په مهال په شوپياں ضلع كښې 5 كشميري ځوانان شهيد شوي دي۔ د كشمير ميډيا سروس ترمخه عسكرو دا ځوانان د محاصرې او لټون كارروايو په مهال شهيد كړي۔ د آخري اطلاع تر رارسېدو سيمه كښې عمليات روان وو۔ ددې ځوانانو شهادت سره د تېرو ورځو په مهال د شهيد شويو ځوانانو شمېره 9 ته رسېدلې۔ په دې مهال د ځوانانو شهادت پېښو په ضد کېلورہ او خواوشا سيمو كښې مظاهرې پېل شوي ۔ د هندي ځواك اهلكارو لخوا د مظاهرچيانو منتشر كولو له د طاقت په ناوړه توګه كارول كېدو په نتيجه كښې نزدې 20 كسان ژوبل شوي دي۔

مزید خبریں