کابل ۔ 01 اګست (اے پی پی) افغاني ذريعو وئيلي چې راروان كال كښې د اپرېل په 20 مه نېټه افغانستان كښې صدارتي ټاكنې كېدې شي۔ د ذريعو ترمخه په دې تاريخ حكومت اتفاق كړې او ډېر زر به په دې اړه اعلان وكړې شي۔ بلخوا افغانستان كښې د ټولټاكنو د روان كال په مهال اكتوبر كښې كولو له هم تياريانې روانې دي۔ پارلماني الېكشن د ځينې ټيكنيكل مسئلو سره …
افغانستان كښې صدارتي ټاكنې د راروان كال اپرېل مياشتې په 20 م نېټھ كېدل امكان لري

مزید خبریں
کابل ۔ 01 اګست (اے پی پی) افغاني ذريعو وئيلي چې راروان كال كښې د اپرېل په 20 مه نېټه افغانستان كښې صدارتي ټاكنې كېدې شي۔ د ذريعو ترمخه په دې تاريخ حكومت اتفاق كړې او ډېر زر به په دې اړه اعلان وكړې شي۔ بلخوا افغانستان كښې د ټولټاكنو د روان كال په مهال اكتوبر كښې كولو له هم تياريانې روانې دي۔ پارلماني الېكشن د ځينې ټيكنيكل مسئلو سره سره د بډو ځينو تورونو سره هم مخ دے۔ صدارتي ټاكنو له به د نامزدګۍ كاغذونه جمع كولې شي۔ موجودہ اولس مشر اشرف غني د صدارت دوهمې مودې لپاره يقيني كانديد ګنلې شي۔ افغانستان كښې صدارتي ټاكنې په كال 2014ﺀ كښې شوې وې۔ كومو كښې چې موجوده اولس مشر او د حكومت چيف اېګزېكټو عبد الله عبد الله كانديدان وو۔










