لندن۔ 29جولائی (اے پی پی) اېمنسڼی انټرنېشنل مصر كښې د عدالت لخوا د اخوان المسلمين 75 كسانو ته اورولې شوې سزا غندلې۔ اېمنسټی انټرنېشنل خپل ټويټ كښې وئيلي چې په دې كسانو د مقدمې چلولو په مهال انصاف شوې نه دې۔ مصری عدالت څخه سزا شويو كښې د اخوان المسلمین تر ټولو مشر لارښود هم شامل دے۔ په دې تورنو حكومت د سلامتيا په ضد د ګامونو پورته كولو ٬ …
اېمنسټي انټرنېشنل د مصري عدالت لخوا د اخوان المسلمين د 75 كسانو سزا غندلې

مزید خبریں
لندن۔ 29جولائی (اے پی پی) اېمنسڼی انټرنېشنل مصر كښې د عدالت لخوا د اخوان المسلمين 75 كسانو ته اورولې شوې سزا غندلې۔ اېمنسټی انټرنېشنل خپل ټويټ كښې وئيلي چې په دې كسانو د مقدمې چلولو په مهال انصاف شوې نه دې۔ مصری عدالت څخه سزا شويو كښې د اخوان المسلمین تر ټولو مشر لارښود هم شامل دے۔ په دې تورنو حكومت د سلامتيا په ضد د ګامونو پورته كولو ٬ وژنې او سركاري املاكو ته د زيان رسولو تورونه لګولې وو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې مصر كښې په كال 2013 کښې د دھرنو او مظاهرو په ضد د سلامتي ډلې په سخته كارروائۍ كښې د اخوان المسلمين په سوؤنو پلويان مظاهرچيان او ګڼ شمېر پوليس اهلكار مړه شوي وو۔ په دې معامله كښې 700 څخه زيات تورن د وژنې او غېر قانوني احتجاج ذمه وار ګرځولې شوي۔ په دوئي كښې دا 75 كسان هم شامل دي۔










