اسلام آباد ۔28 جولائی(اے پی پی) الېكشن كمېشن د قومي او څلورو واړو صوبائي اسمبليو د ټولټاكنو 100 فيصد غېر حتمي نتيجې جاري كړې٬ قامي اسمبلۍ كښې پاكستان تحريك انصاف 116 چوكو سره تر ټولو وړاندې دې۔ پنجاب كښې مسلم ليګ (ن) ته 129، سندھ كښې پاکستان پیپلز ګوند ته 76، خېبرپختونخوا كښې تحریک انصاف ته 66 او بلوچستان كښې بلوچستان عوامی ګوند ته 15 چوكۍ ترلاسه كېدو سره اولنې …
الېكشن كمېشن د قومي او څلورو واړو صوبائي اسمبليو د ټولټاكنو 100 فيصد غېر حتمي نتيجې جاري كړې٬ قامي اسمبلۍ كښې پاكستان تحريك انصاف 116 چوكو سره تر ټولو وړاندې دې۔ پنجاب كښې مسلم ليګ (ن) ته 129، سندھ كښې پاکستان پیپلز ګوند ته 76، خېبرپختونخوا كښې تحریک انصاف ته 66 او بلوچستان كښې بلوچستان عوامی ګوند ته 15 چوكۍ ترلاسه كېدو سره اولنې پوزيشن ترلاسه دے۔
اسلام آباد ۔28 جولائی(اے پی پی) الېكشن كمېشن د قومي او څلورو واړو صوبائي اسمبليو د ټولټاكنو 100 فيصد غېر حتمي نتيجې جاري كړې٬ قامي اسمبلۍ كښې پاكستان تحريك انصاف 116 چوكو سره تر ټولو وړاندې دې۔ پنجاب كښې مسلم ليګ (ن) ته 129، سندھ كښې پاکستان پیپلز ګوند ته 76، خېبرپختونخوا كښې تحریک انصاف ته 66 او بلوچستان كښې بلوچستان عوامی ګوند ته 15 چوكۍ ترلاسه كېدو سره اولنې پوزيشن ترلاسه دے۔ د الېكشن كمېشن لخوا د خالي په ورځ د جاري كړې شويو 100 فيصد غېر حتمي نتيجو ترمخه د قامي اسمبلۍ په 270 حلقو كښې پولنګ وشو۔ د تحریک انصاف116 ، مسلم لیګ (ن) 64، پاکستان پیپلز ګوند 43، د متحدہ مجلس عمل 12، د عوامی نیشنل ګوند 1 ، د بلوچستان نېشنل ګوند 3، د ګرېنډ ډېموکرېټک الائنس 2، د متحدہ قومی موومنټ پاکستان 6، د پاکستان مسلم لیګ 4، د عوامی مسلم لیګ1، د پاکستان تحریک انسانیت 1، د جمهوری وطن ګوند 1 او 13 آزاد كانديدان كامياب شول۔ د پنجاب اسمبلۍ په 295 چوكو ټاكنې وشوې كومو كښې چې د مسلم لیګ(ن)129، تحریک انصاف123،پیپلزګوند 6، پاکستان مسلم لیګ7، بلوچستان عوامی ګوند 1 ، پاکستان عوامی راج 1 او28 آزاد كانديدان كامياب شول۔ د سندھ اسمبلۍ د 129حلقو نتيجو ترمخه د پیپلزګوند 76 ، تحریک انصاف23، متحدہ مجلس عمل 1، تحریک لبېک 2، ګرېنډ ډېموکریټک الائنس11 او متحدہ قومی موومنټ16 چوكۍ ترلاسه كړي۔ د خېبرپختونخوا اسمبلۍ كښې په 97 چوكو ټاكنې وشوې كومو كښې چې د تحریک انصاف66،مسلم لیګ(ن)5، پاکستان پیپلزګوند4،متحدہ مجلس عمل10،عوامی نیشنل ګوند6 او 6 آزاد كانديدان كامياب شوي۔ د بلوچستان اسمبلۍ په 50 چوكو كښې د تحریک انصاف4، مسلم لیګ (ن) 1، متحدہ مجلس عمل9، عوامی نیشنل ګوند3،بلوچستان نېشنل ګوند6،پختونخوا ملی عوامی ګوند 1، هزارہ ډېموکرېټک ګوند2، بلوچستان عوامی ګوند15،بلوچستان نېشنل ګوند عوامی3، جمهوری وطن ګوند 1 او 5 آزاد كانديدان كامياب ګرځولې شوي دي۔











