افغان حکومت د لوئې اختر په مهال جنګ بندي كولې شي۔ د افغان اولس مشر وياند

کابل۔22 جولائی(اے پی پی)د افغان اولس مشر اشرف غني وياند هارون چاكان سوري د امريكائي ورځپاڼې وال اسټريټ جنرل ددې راپور تصديق كړې چې افغان حكومت راروانه مياشت د قربانۍ اختر په مهال د جنګ بندۍ اعلان كولې شي۔ د المان خپرونې ادارې ترمخه وياند وئيلي دي اختر ته نزدې د جنګ بندۍ اعلان امكان لري۔ د روان كال په مهال د روژې مياشت په پايه كښې غني حكومت د …

کابل۔22 جولائی(اے پی پی)د افغان اولس مشر اشرف غني وياند هارون چاكان سوري د امريكائي ورځپاڼې وال اسټريټ جنرل ددې راپور تصديق كړې چې افغان حكومت راروانه مياشت د قربانۍ اختر په مهال د جنګ بندۍ اعلان كولې شي۔ د المان خپرونې ادارې ترمخه وياند وئيلي دي اختر ته نزدې د جنګ بندۍ اعلان امكان لري۔ د روان كال په مهال د روژې مياشت په پايه كښې غني حكومت د طالبانو عسكريت خوښو په ضد عسكري كارروائۍ څو ورځو لپاره بندې كړې وې۔ ددې په ځواب كښې درې ورځو لپاره د طالبانو لخوا جنګ بندي شوې وه او غېر مسلح طالبان بېلو ښارونو ته هم ننوتلې وو۔

مزید خبریں