په نكاراګوا كښې په كليسا په ترسره شوي بريد كښې 2 كسان مړه شوي دي

مانا ګوا 15 جولائي (اے پي پي) د مېنځنې امريكې په نكاراګوا هېواد كښې د حكومتي ډلو لخوا په يوه كليسا د بريد اطلاع وركړې شوې ده۔ د كليسا انتظاميې له مخې ځينې خبريالانو٬ مذهبي شخصياتو او 60 زده كوونكو د حكومتي پلويانو د بريدونو نه بچ كېدو لپاره په چرچ كښې پناه اخيستې وه خو بيا وروستو حالات دومره خراب شول چې پوليسو او پوځي اهلكارو په كليسا ډزې …

مانا ګوا 15 جولائي (اے پي پي) د مېنځنې امريكې په نكاراګوا هېواد كښې د حكومتي ډلو لخوا په يوه كليسا د بريد اطلاع وركړې شوې ده۔ د كليسا انتظاميې له مخې ځينې خبريالانو٬ مذهبي شخصياتو او 60 زده كوونكو د حكومتي پلويانو د بريدونو نه بچ كېدو لپاره په چرچ كښې پناه اخيستې وه خو بيا وروستو حالات دومره خراب شول چې پوليسو او پوځي اهلكارو په كليسا ډزې پېل كړې او په نتيجه كښې ئې 2 كسان ووژل شول۔ په نكاراګوا كښې د حكومتي اصلاحاتو په ضد سخت احتجاج روان دے۔ مظاهرچيان د اولس مشر څخه د استعفٰي وركولو غوښتنه كوي۔

مزید خبریں