واشنګټن 14 جولائي (اے پی پی) امريكائي وګړو د سېنچري ډيل په ضد او د فلسطيني اولس په ملاتړ كښې مظاهرې كړې دي۔ د اېران ټي وي له مخې د جنګ مخالف د سلګونو په شمېر وګړو پھ واشنګټن كښې د امريكائي اولس مشر د زوم رچرډ كوشنز د استوګنې په خوا كښې غونډه وكړه او د سېنچري ډيل په ضد ئې نعرې ووهلې۔ مظاهرچيانو سېنچري ډيل ناپاك پلان ګرځولو …
د فلسطينيانو په حق كښې په واشنګټن كښې مظاهره وشوه

مزید خبریں
واشنګټن 14 جولائي (اے پی پی) امريكائي وګړو د سېنچري ډيل په ضد او د فلسطيني اولس په ملاتړ كښې مظاهرې كړې دي۔ د اېران ټي وي له مخې د جنګ مخالف د سلګونو په شمېر وګړو پھ واشنګټن كښې د امريكائي اولس مشر د زوم رچرډ كوشنز د استوګنې په خوا كښې غونډه وكړه او د سېنچري ډيل په ضد ئې نعرې ووهلې۔ مظاهرچيانو سېنچري ډيل ناپاك پلان ګرځولو سره ووئيل چې د فلسطينيانو څخه د دوي د خپلو سيمو ترلاسه د حق اخستلو اجازه نه شي وركول كېدې۔ دوي ووئيل چې دا پلان د سعودي حكومت لخوا په مېنځني ختيز د تپلو هڅه ده۔ دوي ووئيل چې د دې ناپاك ډيل پټ اړخونه څرګند شوي دي خو بيا هم عرب حكومتونه پلان عملي كولو لپاره امريكې سره مرسته كوي۔










