نیویارک۔09 جولائی(اے پی پی) ملګرو ملتونو كښې د پاکستانی مشن تر سېوري لاندې د پاکستان فلم فیسټول دوهم ايډيشن پايې ته رسېدلې۔ د ګردې نړۍ سفارتكارو او امريكا كښې مېشته پاكستانيانو ته د باكستان تر ټولو ښه فلم كتلو ٬ پاكستانو فنكارانو او فلم جوړؤنكو سره د نېغ په نېغه خبرې كولو موقع ترلاسه شوه۔ د پاكستان فلم فیسټیول د لارې د پاکستان د فلمي صنعت بيا ژوندي كولو او …
ملګرو ملتونو كښې د پاکستانی مشن تر سېوري لاندې د پاکستان فلم فیسټول دوهم ايډيشن پايې ته ورسېد

مزید خبریں
نیویارک۔09 جولائی(اے پی پی) ملګرو ملتونو كښې د پاکستانی مشن تر سېوري لاندې د پاکستان فلم فیسټول دوهم ايډيشن پايې ته رسېدلې۔ د ګردې نړۍ سفارتكارو او امريكا كښې مېشته پاكستانيانو ته د باكستان تر ټولو ښه فلم كتلو ٬ پاكستانو فنكارانو او فلم جوړؤنكو سره د نېغ په نېغه خبرې كولو موقع ترلاسه شوه۔ د پاكستان فلم فیسټیول د لارې د پاکستان د فلمي صنعت بيا ژوندي كولو او د پاكستان مثبت تشخص نړۍ ته رامخې ته كړې شو۔ ګډون كوؤنكو فيسټيول كښې په زړه پورې خوښي ولرله۔ د فیسټیول پېل په اېشیا سوسائټی هال كښې د خالي په ورځ د 4 پاكستانو فلمونو سات دن محبت ان ٬ پرچي ٬ ورنه او د كېك كې سكرينګ څخه وشو۔ د فیسټیول په دوهمه ورځ د اتوار په ورځ درې فلمونه نه بېنډ نه باراتی، لالا بېګم او پنچاب نهیں جاؤګی وښودلې شول۔ په دې مهال ملګرو ملتونو كښې پاكستانۍ استازې ډاكټر مليحه لودھي ووئيل د پاكستانو فنكارانو مېلمستيا ما لپاره يوه په زړه پورې تجربه وه او د دې د لارې د پاكستان هغه عكس وښودلې شو كوم چې د ابلاغ مغربي ذريعې ډېر كم ښائي۔ دې ووئيل كلچرل ډپلومېسی د هر سفارتكار د فرائضو لازمي برخه وي څوك چې د نورو هېوادونو د وګړو زړونه ګټل غواړي۔ په دې مهال دې په فيسټيول كښې په ګډون كولو د ماهرہ خان، میکال ذوالفقار، مهوش حیات، آمنه شیخ او نورو فنكارانو په خاص توګه مننه وكړه۔ د فیسټیول کامیابه جوړولو لپاره په هڅو كولو دې د چارواكو او عملې هم مننه وكړه۔ د فیسټیول د دوهمې ورځې پروګرام كښې دوه وارې آسکر ایوارډ ترلاسه كوؤنكې پاكستانۍ فلم جوړونكې شرمېن عبېد چنائے سره خبرې هم شامل وې۔ دې ووئيل زه په يو فلم كار كوم كوم كښې چې د خېبر پختونخوا نوښار ښار كښې مېرمنو ته د ترهګرۍ مخنيوي تربيه وركولې شي۔ دې ووئيل په يو بل پراجېكټ هم كار روان دے كوم چې د نيمې وچې وېش په نتيجه كښې په هجرت كوؤنكو كورنيو د اثراتو په حقله دے او د دغې فلم نامه به هوم 1947ء وي۔










