په كېمرون كښې درياب ته د بس لوېدو په پېښه كښې 30 مسافر مړه شوي دي

يوانډې 07 جولائي (اے پي پي) په كېمرون كښې درياب ته د بس لوېدو په پېښه كښې 30 مسافر مړه شوي دي۔ د امريكې خبر رسنې ادارې له مخې د سيمې والي نصري پال بي وئيلي دي چې دا پېښه تېره ورځ په بوټورو سيمه كښې رامېنځ ته شوې۔ ده ووئيل چې په پېښه كښې دوه كسان بچ شوي دي او په روغتون كښې دي۔ د پېښې سبب نه دې …

يوانډې 07 جولائي (اے پي پي) په كېمرون كښې درياب ته د بس لوېدو په پېښه كښې 30 مسافر مړه شوي دي۔ د امريكې خبر رسنې ادارې له مخې د سيمې والي نصري پال بي وئيلي دي چې دا پېښه تېره ورځ په بوټورو سيمه كښې رامېنځ ته شوې۔ ده ووئيل چې په پېښه كښې دوه كسان بچ شوي دي او په روغتون كښې دي۔ د پېښې سبب نه دې معلوم شوے خو چارواكو پلټنې پېل كړې دي۔ د كېمرون د ټرانسپورټ وزارت له مخې په دې هېواد كښې هر كال 15 سوه خلق په ټرافيكي پېښو كښې خپل ژوند د لاسه وركوي۔

مزید خبریں