کھټمنډو۔ 5 جولائی (اے پی پی) په نیپال كښې د پشكال بارانونو په نتيجه كښې تر دې دمه 17 تنه مړه او 3 بې دركه شوي دي۔ د ابلاغ نړيوالو ذريعو ترمخه په نيپال كښې د پشكال روانو بارانو تباهي خپره كړې چې په نتيجه كښې ئې لاندې سيمې تر اوبو لاندې راغلې دي۔ د بارانونو او سېلابونو په نتيجه كښې 17 تنه مړه او 3 بې دركه شوي دي۔ …
په نيپال كښې د پشكال بارانونو په نتيجه كښې 17 تنه مړه ٬ 3 بې دركه

مزید خبریں
کھټمنډو۔ 5 جولائی (اے پی پی) په نیپال كښې د پشكال بارانونو په نتيجه كښې تر دې دمه 17 تنه مړه او 3 بې دركه شوي دي۔ د ابلاغ نړيوالو ذريعو ترمخه په نيپال كښې د پشكال روانو بارانو تباهي خپره كړې چې په نتيجه كښې ئې لاندې سيمې تر اوبو لاندې راغلې دي۔ د بارانونو او سېلابونو په نتيجه كښې 17 تنه مړه او 3 بې دركه شوي دي۔ د نيپال د موسمونو څانګې اندېښنه ښكاره كړې چې د بارانو دا لړۍ به څو ورځې نور هم دوام لري۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په نيپال كښې د پشكال بارانونو لړۍ جولائي څخه تر اكتوبر روانه وي چې په نتيجه كښې ئې هر كال د سوؤنو په شمېره كسان مړه او د زرګونو په شمېر بې كوره كېږي۔










