شنګھائی ۔ 8 جون (اے پی پی)د شنګھائي مرستې تنظيم 2 ورځنۍ سرمشريزه غونډه شنګھائی (نن) د خالي په ورځ چنګ ډاؤ ښار كښې پېل كېږي۔ د چائنه رېډيو انټرنېشنل ترمخه ددې تنظيم غړو هېوادونو كښې چین، روسيه قزاخستان، ازبکستان، کرغیزستان، تاجکستان، پاکستان او هند شامل دے۔ پاكستان او هند په كال 2017ﺀ كښې ددې تنظيم باقاعده غړې جوړ شوې وو۔ ددې تنظيم بنياد نزدې 17 كاله وړانددې په كال …
د شنګھائي مرستې تنظيم سرمشريزه غونډه (نن) كېږي

مزید خبریں
شنګھائی ۔ 8 جون (اے پی پی)د شنګھائي مرستې تنظيم 2 ورځنۍ سرمشريزه غونډه شنګھائی (نن) د خالي په ورځ چنګ ډاؤ ښار كښې پېل كېږي۔ د چائنه رېډيو انټرنېشنل ترمخه ددې تنظيم غړو هېوادونو كښې چین، روسيه قزاخستان، ازبکستان، کرغیزستان، تاجکستان، پاکستان او هند شامل دے۔ پاكستان او هند په كال 2017ﺀ كښې ددې تنظيم باقاعده غړې جوړ شوې وو۔ ددې تنظيم بنياد نزدې 17 كاله وړانددې په كال 2001ﺀ كښې اېښودلې شوې وو۔ ددې په بنيادي مقصدونو كښې د ترهګرۍ مخنيوې ٬ د پولې شخړو حل او سيمه ايز اقتصادي صورتحال ښه جوړول شامل دي۔د سفارتي عهدېدارو وېنا ده چې تېر كال د هند او پاكستان شاملېدو سره اېس سي او ته يو نوې قوت ترلاسه شوې او په نړيواله كچه د تنظيم په اثر كښې اضافه شوې۔ چین كښې د پاكستان سفير مسعود خالد د اېس سي او د پرمختګ هيله لرلو سره ووئيل پاکستان به د يو نوې غړي په حېث تاؤ كنفرنس كښې ګډون كوي او هيله ده چې په دې كنفرنس كښې به د تنظیم پرمختګ له د رخ په تعين كښې لا ښه والې رامخې ته شي









