اسلام آباد۔18اکتوبر(اے پی پی) د مالديپ صدر ډاكټر محمد معيزو د وزيراعظم شهباز شريف په بلنه 20 څخه تر 22 اكتوبر د پاكستان سركاري دوره كوي۔ د دورې په مهال به د دوه اړخيزه اړيكو ټولو اړخونو جاج اغستلو سره سره تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ صحت ٬ تعليم ٬ سياحت ٬ زراعت ٬ دفاع ٬ بحري سلامتيا او د موسمياتي بدلون په شمول په بېلو څانګو كښې همكارۍ ته …
د مالديپ صدر ډاكټر محمد معيزو د وزيراعظم شهباز شريف په بلنه 20 څخه تر 22 اكتوبر د پاكستان سركاري دوره كوي: د خارجه دفتر وياند

مزید خبریں
اسلام آباد۔18اکتوبر(اے پی پی) د مالديپ صدر ډاكټر محمد معيزو د وزيراعظم شهباز شريف په بلنه 20 څخه تر 22 اكتوبر د پاكستان سركاري دوره كوي۔ د دورې په مهال به د دوه اړخيزه اړيكو ټولو اړخونو جاج اغستلو سره سره تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ صحت ٬ تعليم ٬ سياحت ٬ زراعت ٬ دفاع ٬ بحري سلامتيا او د موسمياتي بدلون په شمول په بېلو څانګو كښې همكارۍ ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔ د خارجه دفتر وياند له مخې د مالدیپ صدر ډاكټر معېزو به د خپلې دورې په مهال صدر مملكت آصف علي زرداري سره ملاقات او د هغه لخوا وركړې كېدونكې د مېلمستيا دستوره كښې به ګډون كوي۔ د مالديپ صدر به وزيراعظم سره جلا او د پېلاويو په كچه مذاكرات هم كوي۔ دواړه لارښود به د تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ صحت ٬ تعليم ٬ سياحت ٬ زراعت ٬ دفاع ٬ بحري سلامتيا او د موسمياتي بدلون په شمول په بېلو څانګو كښې همكارۍ ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه كوي۔ د دورې په مهال به پاكستان مالديپ بزنس فورم هم كولې شي چې مقصد يۍ د دواړو هېوادونو كاروباري ټولنو ترمينځه تړون ته وده وكول او تجارت او سرمايه ارۍ له نوې لارې لټول دي۔ په دې موقع به بېلو څانګو كښې د مفاهمت يو شېمر يادښتونه هم لاس ليك شي۔ د مالديپ د كوم صدر 11 كاله پس دا د پاكستان اولنۍ دوره ده۔ پاكستان مالديپ سره په مذهبي اقدارو او شريك احترام د ملګرتيا اړيكې لري۔ دا دوره د دواړو هېوادونو لخوا دوه اړخيزه همكاري لا مضبوطولو له د همكارۍ نوې موقعو لټولو ګډ عزم عكاسي كوي۔









