اسلام آباد۔18اکتوبر(اے پی پی) ولسمشر آصف علي زرداري د بلوچستان په كوئټه ٬ نوشكي او حضدار ضلعو كښې د انټېلي جنس بېسډ آپرېشنز په مهال د هندي ملاتړ لرونكو 8 ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د اتوار په ورځ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې ولسمشر آصف علي زرداري د كوئټې په پنجپائي سيمه كښی د ترهګرو په وژلو …
ولسمشر كوئټه ، نوشکی او خضدار كښې د ترهګرو خلاف په كارروائيو كولو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې

مزید خبریں
اسلام آباد۔18اکتوبر(اے پی پی) ولسمشر آصف علي زرداري د بلوچستان په كوئټه ٬ نوشكي او حضدار ضلعو كښې د انټېلي جنس بېسډ آپرېشنز په مهال د هندي ملاتړ لرونكو 8 ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د اتوار په ورځ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې ولسمشر آصف علي زرداري د كوئټې په پنجپائي سيمه كښی د ترهګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو پېشه ورې كارروايۍ وستايلې۔ صدر مملکت په نوشكي كښې د ترهګرو د پټنځايونو خلاف د مؤثرې كارروايۍ په كولو او د ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته درناوې وړاندې كړو۔ دغسې ولسمشر په خصدار كښې د ترهګرو پټ ځايونه په نخښه كولو او د 490 كلوګرام چاؤدېدونكې توكو په برآمد كولو د امنيتي ځواكونو د فوري كارروايۍ ستاينه وكړه۔ صدر مملكت ووئيل د ترهګرو د بهرنيو مشرانو او د هغوي د مقامي سهولت كارانو سازشونه به ناكامه كولې شي۔








