اسلام آباد۔18اکتوبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي د مالي وسايلو كمې د لكھونو په شمېر هوښیارو ماشومانو د صلاحيتونو څرګندولو او پرمختګ په لاره کښې ترټولو لوې خنډ دې۔ د دانش سکولونو جوړول بېوزله او مستحقو ماشومانو ته د معیاري زده کړو د مساوي فرصتونو ورکولو ويژن برخه ده۔ د دانش ښوونځیو هدف دې ماشومانو ته داسې زده کړې چمتو كول دي كومې چې د هیواد د نوموړو …
د دانش سکولونو جوړول بېوزله او مستحقو ماشومانو ته د معیاري زده کړو د مساوي فرصتونو ورکولو ويژن برخه ده: د وزيراعظم شهباز شريف په اسلام آباد كښې د دانش سكول پرانيستې دستورې ته خطاب

مزید خبریں
اسلام آباد۔18اکتوبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي د مالي وسايلو كمې د لكھونو په شمېر هوښیارو ماشومانو د صلاحيتونو څرګندولو او پرمختګ په لاره کښې ترټولو لوې خنډ دې۔ د دانش سکولونو جوړول بېوزله او مستحقو ماشومانو ته د معیاري زده کړو د مساوي فرصتونو ورکولو ويژن برخه ده۔ د دانش ښوونځیو هدف دې ماشومانو ته داسې زده کړې چمتو كول دي كومې چې د هیواد د نوموړو تعلیمي ادارو سره مساوي يا له هغې څخه هم ښه وي دغسې چې دا زده كونكي د خپلې خوارۍ ٬ قابليت او صلاحيتونو د لارې د هېواد او قام په پرمختګ كښې خپل كردار ولوبولې شي۔ په ګرد هېواد كښې د دانش سكولونو دائره لا پراخا كولې شي او دا مهال په بېلو سيمو كښې په 27 سكولونو كار روان دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ دلته اسلام آباد كښې د دانش سكول پرانستې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده د خېبر پښتونخوا د يوې خصوصي صلاحيتونو لرونكې زده كونكې مثال وركولو سره ووئيل هغې د پېښو ستونزو باوجود همت له لاسه ورنكړو او هڅې يۍ روانې وساتلې۔ د هغې پلار محنتي او تعليم سره مينه لرونكې پاكستانې دې۔ هغه خپلې لور ته د تعليم وركولو اړين وسايل نه لرل۔ وزیراعظم ووئيل په پاكستان كښې د لكھونو په شمېر هوښيار او صلاحيت لرونكي هلكان او انجونې شته كوم جې خپلې خوارۍ ٬ قابليت او پرله پسې هڅو سره نه يوازې خپل ژوند بدلولې شي بلكې د پاكستان د نړۍ په پرمختګ كړې هېوادونو كښې شاملېدو كښې مهم كردار هم ترسره كولې شي۔ ده ووئيل زه چې كله د پنجاب خادم وم نو زما په ذهن كښی دا سوال پېدا شو چې مالدار خلكو بچي د اېچي سن کالج په څير تعليمي ادارو كښې داخله اخستې شي او د بې وزله كورنيو ذهين بچي د داسې ادارو تصور هم كولې نه شي۔ وزير اعظم ووئيل ددې وژن له مخې په كال 2010 كښی زما ډلې د دانش سكولونو جوړولو پرېكړه وكړه۔ ده د بهاولپور د يوې زده كونكې ذكر كولو سره ووئيل په ماشوموالي كښې هغه د پلار له سېوري څخه محرومه شوې وه او هغې دا محسوس كړه چې زما ټول خوبونه ختم شول۔ خو پروردګار هغې لپاره د كاميابۍ لاره هواره كړه او هغه ډاكټره جوړېدو سره د انسانيت د خذمت جوګه شوه۔ دغسې هغه د يو زلمي ذكر هم وكړو كوم چې په دانش سكول كښې زده كړې ترلاسه كړې او ډاكټر جوړ شو۔ د هغه مور هم په دستوره كښې موجوده وه۔ ده ووئيل د قائد اعظم د پاكستان هر كوچنې بايد زده كړې ترلاسه كړي كه د هغه تعلق كومې هم كورنۍ سره وي۔ وزیراعظم په دانش سكولونو كښی د بېلو صوبو او سيمو څخه د راغلې زده كوونكو ښې تجربې هم دستوره كښې ګډون كونكو سره ګډې كړې۔ ده ووئيل په دانش سكولونو كښې بچي دا احساس كوي چې هغوي دلته ټول يو برابر دي او ټول يو دي كه د هغوي تعلق كے پي كے سره دے ٬ يا بلوچستان يا كومې بلې صوبې يا سيمې سره۔ وزيراعظم ووئيل دانش سكولونو څخه د زرګونو په شمېر زده كوونكو فراغت ترلاسه كړې دې او هغوي نن ډاکټران، انجینئران، پولیس افسران، بیوروکرېټس، سېلز منېجرز او استاذان دي او خپلو خپلو څانګو كښې خذمات ترسره كوي۔ ده ووئيل په دانش سكولونو كښې د شمالي وزيرستان ٬ كركت ٬ ډېره اسماعيل خان ٬ پنحاب ٬ سندھ ٬ بلوجستان او ګلګت بلتستان سيمو زده كونكي زده كړې ترلاسه كوي۔ وزيراعظم په منصوبه د كار كونكي ډلې وفاقی وزيرانو خالد مقبول صدیقی، احسن اقبال، ، عطا تارړ ٬ شزا فاطمه خواجه ، چیئرمین وزیراعظم یوتھ پروګرام رانا مشهود احمد خان او سېکرټری تعلیم ندیم محمود په شمول د اړوندو چارواكو هڅې وستائلې۔ هغه د وزيرانو ٬ سېكرټريز ٬ ډپټي كمشنرز ٬ چيف سېكرټريز او اعلی وزيرانو هم مننه وكړو كومو چې دانش سكولونو له د زمكو په ټاكنه او نورو انتظامي چارو كښې مرسته وكړه۔ دې څخه وړاندې وزيراعظم د دانش سكولو پرانستې دستوره كښې ګډون وكړو۔ هغه د كلاس رومز ٬ سائنس ٬ آئي ټي اېنډ روبوټېكس لېبز او آرټ روم دوره وكړه چرته چې هغه زده كوونكو لپاره په باوري كړې شوو آسانيو د اطمينان څرګندونه وكړه۔ وزیراعظم په دانش سكول كښې زده كړې ترلاسه كونكو كوچنيانو سره ملاقات وكړو او هغوي سره يۍ په مينه خبرې وكړې۔ وزیراعظم د سختو حالاتو باوجود د زده كړو ترلاسه كونكو كوچنيانو جذبه وستايله۔ دې څخه وړاندې وزيراعظم ته د دانش سكول په اړه بريفنګ وركړې شو۔ په بريفنګ كښې ووئيلې شوو چې دا سكول په 30 اېكړه رقبه جوړ كړې شوې دې۔ هلكانو او انجونو لپاره جلا جلا اکېډمک بلاکس جوړ كړې شوي دي۔ په سكول كښې كلاسونه شپږم ٬ اووم او اتم څخه پېل كړې شوي دي۔ په هر يو كلاس كښې 120 ماشومان دي۔ د هېواد بېلو سيمو څخه 360 قابل ماشومان په مېرټ داخل كړې شوي دي۔ 38 استاذان بھرتي كړې شوي دي۔ په دې موقع د تعليم وفاقي وزير ډاكټر خالد مقبول صديقي ٬ د اطلاعاتو وفاقي وزير عطا تارړ او د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان هم وزير اعظم سره موجود و۔









