امريكا د مظلوم فلسطيني وګړو تحفظ لپاره د ملګرو ملتونو قرارد وېټو كړو

نیویارک ۔ 2 جون (اے پی پی) امریکا د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې د كوېت لخوا غزه كښې د فلسطيني وګړو تحفظ په اړه وړاندې كړې شوې يو قرارداد وېټو كړې۔ د العربیه ټي وي ترمخه د كوېت لخوا قرارداد كښې د غزه او مغربي غاړې فلسطيني وګړو ته د تحفظ وركولو غوښتنه شوې وه۔ ملګرو ملتونو كښې د كوېت مندوب منصور العتېبي د امريكا لخوا د ددې …

نیویارک ۔ 2 جون (اے پی پی) امریکا د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې د كوېت لخوا غزه كښې د فلسطيني وګړو تحفظ په اړه وړاندې كړې شوې يو قرارداد وېټو كړې۔ د العربیه ټي وي ترمخه د كوېت لخوا قرارداد كښې د غزه او مغربي غاړې فلسطيني وګړو ته د تحفظ وركولو غوښتنه شوې وه۔ ملګرو ملتونو كښې د كوېت مندوب منصور العتېبي د امريكا لخوا د ددې قرارداد په وېټو كولو د افسوس څرګندونه كړې۔ دده وېنا وه چې د جرائمو په كولو د اسرائيلي رياست احتساب په ځائې دې رياست ته احتساب او تپوس پوښتنې څخه د مستثنی هېواد درجه وركړې شوې۔ ده ووئيل سلامتي كونسل كښې د فلسطيني وګړو د تحفظ قرارداد نه منظورېدل به تاؤ تريخوالې زيات كړي۔ په نړيواله اداره كښې په وړاندې كړې شوي دې قرارداد د شمېرې عمل كښی برطانيه شريكه نه شوه۔ بلخوا د فرانس استازي د قرارداد حمايت لپاره د لا مشاورت په حاجت زور راوړو۔

مزید خبریں