په انډونېزيا كښې د پوليسو په هېډكوارټر په بريد كښې 4 كسان وژل شوي

كوالالمپور 16 مئي (اے پي پي) په انډونېزيا كښې د پوليسو په هېډكوارټر په بريد كښې 4 كسان وژل شوي دي۔ د خبر له مخې په انډونېزيا كښې پنځو نامعلومو بريد كوونكو په پيكان بارو ښار كښې د پوليسو په هېډكوارټرز بريد وكړو۔ د پوليسو په ځوابي كارروائې كښې څلور بريد كوونكي وژل شوي او يو نيول شوے۔ د پوليسو له مخې بريد كوونكي په سماټرا جزيره كښې د رياؤ …

كوالالمپور 16 مئي (اے پي پي) په انډونېزيا كښې د پوليسو په هېډكوارټر په بريد كښې 4 كسان وژل شوي دي۔ د خبر له مخې په انډونېزيا كښې پنځو نامعلومو بريد كوونكو په پيكان بارو ښار كښې د پوليسو په هېډكوارټرز بريد وكړو۔ د پوليسو په ځوابي كارروائې كښې څلور بريد كوونكي وژل شوي او يو نيول شوے۔ د پوليسو له مخې بريد كوونكي په سماټرا جزيره كښې د رياؤ په سيمه كښې د پوليسو هېډكوارټرز ته ننوتلي وو او د تورو په مرسته ئې بريدونه پېل كړي و۔ په دې موقع يو پوليس اهلكار مړ او دوه ژوبل شوي دي۔ تر اوسه كومې ډلې د بريد ذمه واري نه ده قبوله كړې۔

مزید خبریں