اسلام آباد/نارووال۔18اکتوبر(اے پی پی) د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال د وژن له مخې د سپاركو په مرسته په نارروال كښې په لومړي ځل نړيوال سپېس ويك 2026 ولمانځلې شو چې مقصد يۍ ځوان كول كښې خلائی علوم، سائنسی تحقیق او عصري ټېكنالوجۍ سره اړوند شعور بېدارول دي۔ په دې مهال خپل خطاب كښې احسن اقبال ووئيل په 25 نومبر به د پاكستان اولنې خلا باز د چين خلائي …
د پاكستان لومړې خلا باز به په 25 نومبر په خلائي مشن روانيږي، په یونیورسټی آف نارووال كښې به د پاكستان اولنې اسپېس میوزیم جوړولې شي: احسن اقبال
اسلام آباد/نارووال۔18اکتوبر(اے پی پی) د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال د وژن له مخې د سپاركو په مرسته په نارروال كښې په لومړي ځل نړيوال سپېس ويك 2026 ولمانځلې شو چې مقصد يۍ ځوان كول كښې خلائی علوم، سائنسی تحقیق او عصري ټېكنالوجۍ سره اړوند شعور بېدارول دي۔ په دې مهال خپل خطاب كښې احسن اقبال ووئيل په 25 نومبر به د پاكستان اولنې خلا باز د چين خلائي مركز څخه په خلائي مشن روانيږي او پاكستان تر كال 2035 په سپوږمۍ د لېنډنګ كولو هدف ټاكلې دې۔ احسن اقبال ووئيل قرآن كريم د كائنات په تخليق د غور او فكر كولو دعوت وركوي۔ ده ووئيل په تېرو وختونو كښې مسلمانانو سائنسداانو په فلكياتي او سائنسي تحقيق كښې څرګند مقام لرلو۔ احسن اقبال اعلان وكړو چې په ځوانانو كښې د خلائي علومو شوق زياتولو او سائنسي شعور بېدارولو له به په يونيورسټي آف نارروال كښې د پاكستان اولنې سپېس ميوزيم جوړولې شي۔











