اسلام آباد 15 مئي (اے پي پي) پخواني خارجه وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي د غزه حالات د ټولې نړۍ امن لپاره خطري دي٬امريكا او اسرائيل هلته ظلم كوي۔د نهې په ورځ د پارلمان په خوا كښې مېډيا سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل د امريكې سفارت پرانستې په موقع 55 فلسطينيان شهيدان كړې شوي كومه چې د افسوس وړ خبره ده۔اسرائيل په قتل عام د نړيوالو او …
د غزه حالات د نړۍ امن لپاره خطري دي٬امريكا او اسرائيل ظلم كوي

مزید خبریں
اسلام آباد 15 مئي (اے پي پي) پخواني خارجه وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي د غزه حالات د ټولې نړۍ امن لپاره خطري دي٬امريكا او اسرائيل هلته ظلم كوي۔د نهې په ورځ د پارلمان په خوا كښې مېډيا سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل د امريكې سفارت پرانستې په موقع 55 فلسطينيان شهيدان كړې شوي كومه چې د افسوس وړ خبره ده۔اسرائيل په قتل عام د نړيوالو او بنيادي بشري حقونو خلاف ورزي كړی۔ده ووئيل بېت المقدس سره د پاكستان اولس جذباتي مينه لري بايد د كشمير او فلسطين مسئلې حل شي۔ ده ووئېل پاكستان تل په هر فورم د فلسطين مرسته كړې او سباؤن كښې به هم خپله مرسته روانه ساتي











