تهران۔ 15 مئی (اے پی پی) د اسلامي هېوادونو انټر پارلېمنټري يونين فلسطين كمېټۍ د بېت المقدس په مركزيت كښې د يو آزاد فلسطيني رياست په جوړېدو او د فلسطيني كډوالو په بېرته تګ زور راوړې دے۔ د ايراني خبر رسنې ادارې ترمخه د اسلامي هېوادونو انټرپارلېمنټری یونین فلسطین کمیټۍ بېړنۍ غونډه تهران كښې وشوه۔ د غونډې پايه كښې جاري شوي بيان كښې د امريكائي سفارت مقبوضه بېت المقدس ته …
د اسلامي هېوادونو انټر پارلېمنټری یونین د آزاد فلطسيني رياست جوړولو او د فلسطين كډوالو بېرته تللو غوښتنه

مزید خبریں
تهران۔ 15 مئی (اے پی پی) د اسلامي هېوادونو انټر پارلېمنټري يونين فلسطين كمېټۍ د بېت المقدس په مركزيت كښې د يو آزاد فلسطيني رياست په جوړېدو او د فلسطيني كډوالو په بېرته تګ زور راوړې دے۔ د ايراني خبر رسنې ادارې ترمخه د اسلامي هېوادونو انټرپارلېمنټری یونین فلسطین کمیټۍ بېړنۍ غونډه تهران كښې وشوه۔ د غونډې پايه كښې جاري شوي بيان كښې د امريكائي سفارت مقبوضه بېت المقدس ته د منتقل كولو امريكائي ګام غندنه وكړې شوه۔ بيان كښې ووئيلې شول د اسلامي هېوادونو انټرپارلیمنټری یونین فلسطین کمیټی فلسطين څخه د اسرائيل ظالمانه قبضه ختمولو له د فلسطینی اولس د هڅو ٬ د فلسطين كډوالو د بېرته تللو او د بېت المقدس په مركزيت كښې د آزاد فلسطيني رياست د جوړولو ملاتړ اعلان كوي۔ بيان كښې دا هم وئيلي شوي اسلامي هېوادونه بايد د اسلامي نړۍ دښمنانو مقابلې له خپل له منځھ اختلاف ختم كړي او د اسلامي نړۍ طاقت ٬ توان او وسيلو كارولو سره د فلسطيني اولس جائزو حقونو اخستلو له هڅې وكړي۔ بيان كښې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل ته وئيلي شوي د صېهونی عسكرو د لاسه د مظلوم او تش لاسې فلسطيني اولس عامې وژنې پلټنې وكړې شي او د نړيوال قانون ترمخه مجرمان انصاف سره مخامخ كړې شي۔ بیان كښې فلسطين كمېټۍ نړيوالې ورورولۍ ته هم ووئيل چې د غزه زمكيزه ٬ هوائي او سمندري محاصره ختمولو له د اسرائيل په غاصب حكومت زرو راوړي او غزه ته تلونكې ټولې لارې پرانستلو لپاره هڅې وكړي۔











