كراچۍ 23 اپرېل (اے پي پي) پاكستان كښې د چين سفير ياؤ جنګ وئېلي دي د پاكستان سره مثالي اړيكې غواړو٬ پاكستان او چين د سي پیك بشپړولو لپاره لوظي دې٬پاكستان خپل آئيرن فرينډ ګڼو٬سي پیك د پاك چين د ملګرتيا مهم عنصر دے٬دې پروژې سره به ټوله سيمه كښې څوكالي راشي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ سي پیك سمټ ته په خپل خطاب كښې وكړه۔ د …
پاكستان او چين سي پیك بشپړولو لپاره لوظي دي٬پاكستان خپل آئيرن فرينډ ګڼو٬سي پیك سره به ټوله سيمه كښې څوكالي راشي

مزید خبریں
كراچۍ 23 اپرېل (اے پي پي) پاكستان كښې د چين سفير ياؤ جنګ وئېلي دي د پاكستان سره مثالي اړيكې غواړو٬ پاكستان او چين د سي پیك بشپړولو لپاره لوظي دې٬پاكستان خپل آئيرن فرينډ ګڼو٬سي پیك د پاك چين د ملګرتيا مهم عنصر دے٬دې پروژې سره به ټوله سيمه كښې څوكالي راشي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ سي پیك سمټ ته په خپل خطاب كښې وكړه۔ د كوم اهتمام چې ډان مېډيا ډلې او د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزارت كړی ؤ ۔ده ووئيل دا پروژه د سيمې پرمختګ لپاره د د چين پخوانې ژونه دے٬د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ سره به نه يوازې د چين او پاكستان ترمينځه مرسته زياته شي بلكې دې سره به ټوله سيمه كښې پرمختګ او څوكالي راشي۔ ده ووئېل د دې پروژې سره به نه يوازې دواړو هېوادونو بلكې ټولې سيمې ته هم ګټھ ورسي۔ده ووئيل د تېرو 40 كلونو راهسې چين د خپل معيشت پرمختګ لپاره هر ډول هڅې كړي۔په دې كښې مونږ د نورو وګړو ګټې له هم كار كړی۔سفير ووئيل مونږ د ټولې ټولنې پرمختګ غواړو۔چين د پاكستان سره خپلې اړيكې د نورو رياستونو لپاره مثال جوړول غواړي٬ د چين سفير ووئېل مونږ سي پېك ته د يوې مهمې پروژې په نظر ګورو









