د مواصلات و تعمیرات محكمې سیکرټري په مشرۍ كښې غونډه، پشین، برشور،  قلعه عبداللہ او کوهلو كښې د محکمې مجوزہ پرمختيائي پروژو جاج واخستلے شو

  کوئټه 08 جولائي (اے پي پي) د مواصلات و تعمیرات محكمې سیکرټري بابر خان په مشرۍ كښې د سب کمېټۍ مهمه غونډه وشوه، چې پكښې ضلع پشین، ضلع برشور، ضلع قلعه عبداللہ او کوهلو سټي كښې د محكمې مجوزہ پرمختيائي پروژو تفصیلی جاج واخستلے شو۔د بلوچستان  وزیرِاعلیٰ میر سرفراز بګټي وژن، د صوبائی وزیرِ مواصلات و تعمیرات میر سلیم احمد کھوسه په خاص سپارښتنه او د مواصلات سیکرټري بابر …

 

کوئټه 08 جولائي (اے پي پي) د مواصلات و تعمیرات محكمې سیکرټري بابر خان په مشرۍ كښې د سب کمېټۍ مهمه غونډه وشوه، چې پكښې ضلع پشین، ضلع برشور، ضلع قلعه عبداللہ او کوهلو سټي كښې د محكمې مجوزہ پرمختيائي پروژو تفصیلی جاج واخستلے شو۔د بلوچستان  وزیرِاعلیٰ میر سرفراز بګټي وژن، د صوبائی وزیرِ مواصلات و تعمیرات میر سلیم احمد کھوسه په خاص سپارښتنه او د مواصلات سیکرټري بابر خان په نګرانۍ كښې د ورځي په بنیاد ډي پي سي كيږي دغسې چې صوبه كښې دغه سكيمونه زر تر زره پيل شي۔په غونډه كښې د كوئټه زون چیف انجینئر عبدالرحیم هنګوروجا، اېس ای کوئټه سمیع اللہ، اېس ای پشین سرکل وسیم حیدر، ټیکنیکل ایډوائزر احسان اللہ خان، د پلاننګ اینډ ډویلپمنټ پی اینډ ډي چارواكو او اړوند ایګزیکټو انجینئرز ګډون وكړو۔د غونډي په مهال په دغه ضلعو كښې د مواصلات و تعمیرات محکمې ترمخه د بيلو سړكونو په پرمختيائي پروژو غور وشو۔ اړوند چارواكو د منصوبو فزیبلټي لګښت ، ټیکنیکی اړخونو او د مجوزہ مودې په اړه جامع بريفنګ وركړو۔

مزید خبریں